IQNA

د مصر د قران د نړیوالو سیالیو  یودیرشم پړاؤ پیل شوی

11:17 - December 09, 2024
د خبر لمبر: 3490282
ایکنا – د مصر د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو یو دیرمش پړاؤ نن  د ۶۰  هیوادونو د استازو په ګډون سره پیل شو.

ایکنانیوز  د بوابه الاهرام له قوله راپور راکړ، د مصر د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو یودیرشم پړاؤ  نن د   مصر په کلتوري مرکز او جومات کې د شیخ احمد نعینع  قاری په وسیله د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاؤت سره  ددغه هیواد په نوي پلازمینې کې پیل شو.

دغه سیالۍ د مصر د ولسمشر عبدالفتاح ا لسیسی په ملاتړ او د دغه هیواد د اوقافو د وزیر اسامه الازهري تر نظر لاندې ترسره کیږي او د دسمبر له اومې نیټې پیل شوي او تر لسمې نیټې پورې به دوام ولري.

 په دغو سیالیو کې د نړۍ له شپیتو هیوادونو څخه څه دپاسه  سل ګډون کونکي او قاضیان پکې ګډون کوي.

د مصر د اسلامی چارو عالی شورا ، ددغو سیالیو په څنډې کې د لومړي ځل لپاهر د  کتاب نندارتون  ترسره کوي. دغه نندارتون  له هغو ترټولو مهمو کلتوری او مذهبی خپرندویو سره  د عامو خلکو او  ګډون کونکو د بلدتیا   د فرصت  د وړاندې کولو په موخې سره  چې  د انساني دیني ارزښتونو  په پياوړتیا او د پوهې په رامینځمکولو کې  رول لري،ترسره کیږي.

د مصر د اوقافو وزارت یوه عالم اسامه الجندي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛  سږکال  سیالۍ به د نړۍ له مختلفو براعظمونو څخه د څه دپاسه ۶۰ هیوادونو په مشارکت سره ترسره شي او  دمصر د قرآن په سیالیو کې د ګډون لپاره دانټرنیټ له لارې دمقدماتي ارزونې وروسته  ۱۴۱ کسان ټاکل شوي دي.

 اسامه الجندي روښانه کړې ده، سږکال دغو سیالیو ته د مصر  په ۱۱ میلیون پونډو ارزښت سره  د نغدو جایزو تر ټولو زیاته اندازه  بیّله شوې ده ، چې د سیالیو د مختلفو څانګو برلاسه کسان به   دغه جایزې ترلاسه کړي.

 هغه په دوام کې ووئيل، دغه سیالۍ به نوي څانګه هم ولري، چې د قرآڼ کریم د ترجمو څانګه او برخه ده  او هغو ګډون کونکو ته به  چې  په عربی اونورو ژبو  باندې پوهیږي، فرصت ورکړي چې  د قرآن په تلاؤت او دهغو په ترجمو کې  خپل ځان رابرسیره کړي.

د مصر دغه دیني عالم ټينګار وکړ، دغه سیالۍ  په نړۍ کې د قرآن  دخپراوي  او په دغه ډګر کې دمصر د قرآني ځائيګي  څخه  پّ ملاتړ کې  دمصر د اوقافو وزارت دهڅې ښودنه کوي، او  نړۍ په ټولو برخو کې د قرآن د خپروي لپاره د اوقافو  وزارت په څارنې سره د مصر دحکومت د دومدارو هڅو ښونه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4252754

captcha